دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 190048
اروپايي ټولنه: ولسمشرۍ ټاکنې د افغانستان له ارزښتونو څخه دفاع ده
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ټینګار کړی، چې د تلې/میزان په شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کول، د زعامت د ټاکلو ترڅنګ د دغه هیواد له ارزښتونو څخه دفاع ده.

دغې ټولنې په خپل ټیوټرپاڼه کې لیکلي: "د سیپټمبر ۲۸مه (تلې ۶مه) د افغانانو لپاره به یو فُرصت وي، ترڅو له ډموکراسۍ او د خپلې رهبرۍ د سیاسي مشروعیت له ټاکلو څخه ملاتړ څرګند کړي".
اروپايي ټولنې په داسې حال کې دا ټینګار کړی دی، چې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ له ۱۹ ورځو راهیسې دوام لري، خو د تیرو ټاکنو په شان پراخې نه دي او د ځینو په باور د سولې د مذاکراتو تر اغیزې لاندې راغلي دي.
ولسمشرۍ ټاکنو ته یو شمیر نوماندانو ویلي، چې دوی د امریکا د متحده ایالاتو او طالب استازو ترمنځ د اتم پړاو مذاکراتو نتیجې ته په تمه دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته شاوخوا یوه نیمه میاشت پاتې ده او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د تلې په شپږمه د دغو ټاکنو د ترسره کولو لپاره بشپړ تخنیکي چمتوالی لري.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس حبیب‌الرحمان ننګ وویل، چې د مهالویش له مخې به د امنیتي ځواکونو په مرسته د ځمکې او هوا له لارې ټاکنیز مواد ولایتونو ته انتقال شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkvnz623nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته