دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 190058
ازبکستان د طالب پلاوي د سفر په اړه افغان حکومت ته وضاحت ورکړ
په کابل کې د ازبکستان سفیر دغه هیواد ته د طالبانو د پلاوي د وروستي سفر په اړه افغان حکومت ته وضاحت ورکړی او ویلي یې دي، چې هیواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي.

د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې ویلي، چې د طالبانو د استازو د سفر پر مهال، د سولې د مذاکراتو په برخه کې د ازبکستان پر رول او همکارۍ او د بین الافغاني تفاهم پر اهمیت خبرې شوي دي.
د ملي امنیت شورا د بیان له مخې ښاغلي شادمانوف ویلي، چې دواړو خواو دغه راز د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په ګډون د افغانستان پر لاسته راوړنو، چې د سولې په مذاکراتو کې له پامه ونغورځول شي، هم بحثونه کړي دي.
د ازبکستان سفیر ټینګار کړی چې هیواد یې د دولت په دولت د اصولو او دوه اړخیزو ژمنو پر بنسټ د افغانستان د سولې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې لیدنه کې ویلي، چې نوي سیاسي تعاملات باید د دواړو هیوادونو تر منځ "رامنځته شوي باور ته زیان و نه رسوي او شکونه ایجاد نکړي".
ښاغلي محب ټینګار کړی، چې افغانان د سولې پروسې د خاوندانو او اصلي شریکانو په توګه د خپل راتلونکي په اړه "ښه او ډاډمن تصمیمونه" نیولی شي.
تیره اونۍ د زمري په ۱۷مه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د رئیس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دغې ډلې پلاوی ازبکستان ته سفر وکړ، چې هلته د ازبکستاني چارواکو له خوا یې تود هرکلی وشو.
طالبانو ویلي، چې پلاوي یې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره د افغان سولې پر روان بهیر، په افغانستان کې د ازبکستان پر اقتصادي پروژو او یو شمېر نورو مسایلو خبري کړي دي.
کابل کې د ازبکستان سفیر وروسته له هغې دغه هیواد ته د طالبانو د استازي د سفر په اړه افغان حکومت ته وضاحت ورکړی، چې د شنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ازبکستان کې د طالبانو له پلاوي څخه د هرکلي پر بڼې انتقاد وکړ او د سولې په برخه کې یې د دغه هیواد پر نیت او همکاریو شک څرګند کړ
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwuazvt1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته