دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 190059
انګلستان ۸ میلیون پوند د افغانستان ریاست جمهوری ټاکنو ته اختصاص ورکړ
د انګلستان سفارت په کابل کې خبر ورکړ چی د افغانستان ولسمشریز ټاکنو ترسره کولو لپاره ۸ میلیون پوند مالی ملاتړ کوی.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، په هغه اعلامیه کې چی د انګلستان سفارت له لوری په کابل کې خپور شوی دی، راغلی دی چی د بریتانیا بین المللی پراختیا اداره ۸ میلیون پوند د ملل متحد ټاکنو څخه ملاتړ لپاره چی افغانستان ټاکنو مستقل نهادونو سره تخنیګی ملاتړ رامنځته کولو مسؤولیت لری، آماده کوی.

الیسون بلیک د بریتانیا سفیر د افغانستان لپاره په دی اړه وویل: زه خوشحاله یم چی بریتانیا ددی مرستی له لاری کولای شی ددی دیموکراتیک پروسی څخه ملاتړ وکړی. بریتانیا د افغانستان ټاکنو ترسره کیدو څخه ملاتړ کوی ترڅو افغانستان خلګ وکولای شی خپل برخه د خپل هیواد راتلونکې په وړاندی ادا کړی.

هغه همدارنګه وویل چی بریتانیا د معتبر ریاست جمهوری ټاکنو ترسره کېدو ارزښت باندی ټینګار کوی.

دا په داسی حال کې دی چی اروپا اتحادیه هم خپل ملاتړ د افغانستان ولسمشریز ټآکنو څخه اعلان کړی دی.

https://avapress.com/vdcjiyevhuqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته