دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 190072
ملګرو ملتونو امنیت شورا نن کشمیر وضعیت په اړه غونډه کوی
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د بندو دروازو شا ته په کشمیر کې د روان وضعیت په اړه بحث وکړي.

ډیپلوماتان وايي دا غونډه د نیویارک په وخت نن سهار جوړېږي.
په امنیت شورا کې د کشمیر په اړه تر اوسه ډېر کم بحث شوی. دا سیمه د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوې ده او په دې اړه د دې شورا وروستۍ غونډه په ۱۹۶۵ کال کې جوړه شوې وه.
د دې غونډې د جوړېدو غوښتنه پاکستان وروسته له هغه وکړه چې هند د جمو او کشمیر له سیمې څخه کورواکي واخیسته او دې مسئلې د هند او پاکستان په اړیکو کې کړکېچ زیات کړ.
د هندي کشمیر په ځینو برخو کې د اګسټ له څلورمې نېټې را په دې خوا د خلکو پر تلو راتلو محدودیت لګول شوی او له هغې ورځې راهیسې ټیلیفوني شبکې او انټرنټ کار نه‌کوي. د دې ورځې په سبا نوې ډېلي د هند د اساسي قانون ۳۷۰ ماده چې د کشمیر لپاره ځانګړې کورواکي (خودمختاري) تضمینوي، لغو کړه او جمو او کشمیر ایالت‌یې د ټیټو درجو په لرونکو دوو قلمروونو ووېشه.
دې پرېکړې د هند او پاکستان اړیکې سخت ترینګلې کړې او ځکه خو پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د هند صدراعظم نرېندرا مودي پرون وویل، د کشمیر د کورواکۍ او نورو امتیازونو لغو کول د ده د حکومت چې د واکمنۍ یوه بله دوره‌یې پیل شوې ده له مهمو اقداماتو څخه دی. هغه د هند د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په وینا کې د کشمیر په برخه کې د خپل حکومت د اقداماتو دفاع وکړه.
ښاغلي مودي وویل: "دې تشکیلاتو په تېرو ۷۰ کلونو کې بېلتون‌پالنه، د ترورېزم زېږېدل او خپلوي‌پالنه پیاوړي کړل او د فساد او تبعیض پراخېدو ته‌یې په یوه ډول سره امکان برابر کړ."
د هند وروستي اقدام اسلام‌اباد سخت په غصه کړی دی او د هندي کشمیر له خلکو سره د خواخوږۍ په توګه‌یې پنجشنبه د اګسټ ۱۵مه توره ورځ اعلان کړه.
https://avapress.com/vdcef78zwjh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته