کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امنیتي چارواکي په پکتیا کې د ولسي وژنې ادعاوې له نېږدې څيړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 اسد 1398 ساعت 11:17

د افغانستان د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر پکتیا ته سفر کړی تر څو ددغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ولسي مرګ ژوبلې ادعاوې له نېږدې وڅېړي.



یاد لوړ پوړي امنیتي چارواکي د تېرې یکشنبې په شپه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په کولاګو سيمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د ادعاوو د څېړلو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې، یادو لوړپوړو امنیتي چارواکي پرون پنجشنبه له غرمې وروسته پکتیا ولایت ته سفر وکړی او د ۲۰۳ تندر قول اردو په قرارګاه کې یې ددې ولایت له سیمه ییزو چارواکو او مسؤلینو سره لیدنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: «په دغه ليدنه کې د سوېل ختیځ زون د امنیتي وضعیت د ارزونې تر څنګ په زرمت ولسوالۍ د ملکي وګړو د وژنې په اړه پر شویو ادعاوو هم هر اړخیز بحث وکړ او په پای کې یې یو باصلاحیته پلاوی د پېښې د څېړلو په موخه وګماره، چې خپلې موندنې به له اړونده مقاماتو سره شریکوي. د امنیتي سکتور مشرتابه د پکتیا او پکتیکا له والیانو هم غوښتنه وکړه، چې د دغې قضیې په څېړلو کې مستقمه ونډه واخلي.»
د خبرپاڼې له مخې، د پکتیا ولایتي ادارې په غوښتنه او د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښونه د زرمت په ولسوالۍ کې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ادعاوې به د ټاکل شوي باصلاحیته پلاوي لخوا وڅېړل کیږي او په دې برخه کې موندنې به له هېوادوالو سره شریکې شي.
دا په داسې حال کې دي چې د تېرې سې شنبې په شپه په پکتیا کې د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ ولسي وګړو ژوند له لاسه ورکړ، خو د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې، په پکتیا کې یې ځواکونو ۱۱طالب وسله وال وژلي دي.
 


د مطلب کود: 190088

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190088/امنیتي-چارواکي-په-پکتیا-کې-د-ولسي-وژنې-ادعاوې-له-نېږدې-څيړي

آوا
  https://www.avapress.com