کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترهګري په هر ځای او هر ډول کې د غندلو ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 اسد 1398 ساعت 14:48

افغانستان تل ویلي، چې ترهګري په هر ځای او هر ډول کې باید وغندل او پر وړاندې یې مقابله وشي. اوس یو ځل بیا وايو، چې دا پدیده یوه هلاکوونکې او د ولسونو پر ضد پدیده ده او موږ ټولو ته په کار دي، چې په ګډه یې پر وړاندې ودرېږو او رد یې کړو.


تېره ورځ د کوېټې ښار د کچلاغ سیمې په یوه مسجد کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه، چې یو شمېر کسان په کې ووژل او ټپیان شول.
موږ په داسې حال کې، چې له تېرو اوږدو کلونو راهیسې له دا ډول پېښو کړېږو او سلګونه معصوم هیوادوال مو په کې له لاسه ورکړي، ددې برید غندنه کوو او په مسجدونو کې بریدونه غیر اسلامي او غیر شرعي بولو.
افغانستان تل ویلي، چې ترهګري په هر ځای او هر ډول کې باید وغندل او پر وړاندې یې مقابله وشي. اوس یو ځل بیا وايو، چې دا پدیده یوه هلاکوونکې او د ولسونو پر ضد پدیده ده او موږ ټولو ته په کار دي، چې په ګډه یې پر وړاندې ودرېږو او رد یې کړو.
افغان ولس ددې بدې پدیدې د لومړۍ کرښې قرباني دی او د هغو له درده ډېر ښه راځي، چې په دې لړ کې متضرر کېږي، له همدې امله هر ډول ترهګریز اعمال، چې که په هیواد کې دننه وي یا بهر غندي او مخالفت یې کوي.


د مطلب کود: 190110

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190110/ترهګري-په-ځای-او-ډول-کې-د-غندلو-ده

آوا
  https://www.avapress.com