کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: په لوګر او بلخ کې له ۳۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي

تلویزیون یک , 26 اسد 1398 ساعت 14:53

د هېواد امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بلخ او لوګر ولایتونو کې له ۳۰ زیات وسله وال طالبانو وژل شوي دي.



د هېواد ملي دفاع وزارت وایي چې، افغان امنیتي ځواکونو د لوګر د څرخ ولسوالۍ اړوند سیمو کې عملیات ترسره کړي چې له امله یې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ددغې ډلې د وسلو او مهماتو یوه ډپیو له منځه تللې ده.
همهاله د لوګر ولایت د پولیسو ویاند شاپور احمدزی وایي چې ددغه ولايت مرکز اړوند سرسنګ سيمه کې د پوليسو او طالب ترهګرو تر مينځ يو ساعته نښته شوې چې په پايله کې يې د يو وسله والو طالبانو د یو مشهور قوماندان مولوي ضياالحق په شمول پنځه تنه طالبان وژل شوي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت په ټوېټر کې لیکلي چې د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو له امله ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي، خو په سیمه کې د یک تلویزیون د معلوماتو له مخې په یادو عملیاتو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
بلخوا د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، ددغه ولايت د مرکز، قره باغ او ده يک ولسواليو اړوند سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو په ځمکنيو عملياتو، هوايې بريدونو او ماين چاودنه کې اتلس وسله وال طالبان وژل شوي او د يوه ملکي کس په ګډون لس وسله وال ټپيان دي.
د عارف نوري په خبره تيره ورځ د ياد ولايت د قره باغ ولسوالۍ اړوند په سياګک سيمه کې د ملي اردو ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې دوولس تنه وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
‎د نوموړي له قوله تيره شپه د ده يک ولسوالۍ اړوند په اډې سيمه کې د غوڅ ملاتړ ماموريت په هوايې بريد کې شپاړلس تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
‎عارف نوري زياتوي چې دغه راز پرون جمعه د مرکز غزني اړوند روضې کوتل ته څيرمه پر يو فولډر موټر د سړک غاړي ماين چاودنه کې يو ملکي کس ټپي شوى دى.
لوګر: د لوګر ولایت سیمه ییز چاوراکي وایي چې ددغه ولایت مرکز اړوندو کې د هوایي برید له امله یو وسله وال طالب وژل شوی دی او دغه راز زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونو د لوګر مرکز پل علم اړوندو کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ددغې ډلې د مهماتو یوه ډپیو یې له منځه وړې ده.
لدې سره-سره د هېواد امنیتي ادارو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو طالبانو ته اوښتو تلفاتو شمېر په لاندې ډول ښودلی دی:
میدان وردګ:په میدان وردګو ولایت کې د هوایي برید په ترڅ کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي دی.
بلخ:د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې ۱۵ وسله والو طالبانو وژل شوي دي. دې ته ورته ځانګړو افغان ځواکونو د بلخ ولایت په چیمتال ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو له چاودېدونکو ډک موټر له منځه وړی دی.
هلمند:د هلمند په ګرم سیر ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې د وسله والو طالبانو د مهماتو یوه ډیپو له منځه وړې ده.
فاریاب:د فاریاب په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله دوه تنه وسله وال طالبانو وژل شوي دي. دغه راز ځانګړو افغان ځواکونو د کندهار په نیش ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړی چې له امله یې طالبانو د مهماتو یوه ډیپو له منځه وړې ده.
کندهار:د کندهار په خاکریز ولسوالي کې د هوایي برید له امله ۸ تنه وسله وال طالبانو وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 190111

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190111/چارواکي-په-لوګر-او-بلخ-کې-له-۳۰-زیات-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com