دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 190117
مسکو د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو کې د هیڅ نامزد څخه ملاتړ نه کوی
د روسیه خارجه وزارت په یو اعلامیه کې د افغانستان ولسمشریز ټاکنو نامزدانو څخه مسکو ملاتړ په اړوند ګزارشونه رد کړی دی او هغه یو شایعه بللی دی.

 
مخکې له دی ځینی ریپورتونه خپور شوی دی چی ګویا روسیه د یو مشخص نامزد څخه د افغانستان ولسمشریز ټاکنو کې ملاتړ او مالی مرسته کوی.
په دی اعلامیه کې راغلی دی: په قاطعیت سره وایم چی روسیه د افغانستان راتلونکې ولسمشریز ټاکنو کې د هیڅ یو نامزد څخه ملاتړ نه کوی ځکه چی دا د افغانستان داخلی موضوع ده.
د روسیه خارجه وزارت همدارنګه زیاته کړی چی افغانستان سیاسی تحولات د نږدی څخه نظارت کوی او هیله مند دی چی ټولی پروسی، په دی هیواد کې سولې رامنځته کیدو لامل شی.
د افغانستان ولسمشریز ټاکنې قرار دی د ۱۳۹۸ کال میزان په شپږمه ترسره شی.
 
https://avapress.com/vdcez78zfjh8ozi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته