کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کشمیر سرحدي کرښه کې د هندی او پاکستانی ځواکونو تازه نښتو کې دری پاکستانی پوخیان وژل شوي

26 اسد 1398 ساعت 15:38

د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په لانجمنه سرحدي سیمه کې ، د تازه نښتو په پایله کې د هندي ځواکونو له لوري درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.



د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په سرحدي کرښه، د تازه تاوتریخوالي په پیښه کې د وژل شوو پاکستاني عسکرو د وژل کېدو خبر د پاکستان پوځ تائید کړی خو ادعا کوي چې  په ځوابي برید کې پنځه هندي عسکر هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
بل پلو هندي رسنیو د هندي پوځي چارواکو له قوله د پاکستان دغه ادعا رد کړې او وایي چې هندي پوځیانو ته په یاده پیښه کې هیڅ زیان نه دی اوښتی.


د مطلب کود: 190119

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190119/کشمیر-سرحدي-کرښه-کې-د-هندی-او-پاکستانی-ځواکونو-تازه-نښتو-دری-پوخیان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com