دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 190131
د طالبانو له لوری د غزنی څو ولسوالیو لاری تړل شوي
د غزنی ولایتی شورا غړۍ وویل: طالبان د غزنی قره باغ ولسوالی دشت لاره چی د څو ولسوالیو لاره ده، په ماین ځای پرځای کونې سره تړلی دی.

 

خالقداد اکبری، د غزنی ولایتی شورا یو غړۍ د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: مسلح طالبان د قره باغ دشت کې امنیتی ځواکونو عملیات شروع کېدنی مخکی، ددی دشت لاره ماین ایښوونو سره د قره باغ ولسوالی ځینو سیمو موټرونو او جاغوری او مالستان ولسوالیو موټرونو تللو او راتللو پر مخ تړلي چی ددی دشت څخه تلل او راتلل ترسره کول.

هغه زیاته کړه: مسافرین ددی لاری تلل او راتلل نه شی کولای او د جغتو ولسوالی دره قیاق لاره هم د طالبانو په کنترول کې ده او کوم پوسته هم په دی لاره کې شتون نه لری.

د قره باغ او مالستان او جاغوری ولسوالیو ځینی اوسیدونکې هم په ټولنیز شبکو کې د قرباغ لاری بندیدو او طالبانو له لوری د مسافرینو آزارولو څخه خبر ورکړي او حکومت څخه د لارو امنیت نه تامینولو څخه نیوکه کړي او دا پوښتنه مطرح کړی دی چی آیا حکومت شتون لری؟

افغان غږ خبری آژانس خبرنګار د والی ویاند او غزنی پولیسو قوماندی نظر په دی اړه نه دی ترلاسه کړي او همدارنګه طالبان هم ددی لاری تړل کیدو په اړه څه نه دی ویلی.

https://avapress.com/vdcaewn6649no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته