کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صدیقي: د امریکې او طالبانو ترمنځ، هوکړه باید جګړه پای ته ورسوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 اسد 1398 ساعت 18:28

د افغان ولسمشر ویاند وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دې وړاندې چې له ولسمشر ټرمپ سره د افغان سولې په اړه وویني، افغان حکومت یې په جریان کې پرېښود.



د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي چې نن له غرمې وروسته (شنبې د زمري په ۲۶مه) کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې هره هوکړه چې کېږي باید په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.
نوموړي په دغې ناسته کې وویل:«د جمعې ورځې له غونډې مخکې چې مشري یې د امریکا ولسمشر کوله، د افغانستان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ، له ښاغلي خلیلزاد سره وېدیويي کنفرانس درلود؛ ښاغلی خلیلزاد له دې مخکې چې د جمعې ورځې غونډې ته ولاړ شي، او د امریکا ولسمشر ته د سولې په اړه خپل پروګرام تشریح کړي، د پروګرام جزییات یې له افغان ولسمشر شره شریک کړل. طبعاً چې له طالبانو سره د خبرو په اتم پړاو کې کوم پرمختګونه شوي خبر کړل او له هغو پروګرامونو چې له خپل ولسمشر شره مطرح کړل، افغان حکومت خبر شو.»
د امریکا ولسمشر د جمعې په شپه له خپلو مرستیالانو، د ملي امنیت سلاکار، بهرنیو چارو او فاع وزیرانو، د ګډو ځواکونو له ريیس، د سي ای ای له ريیس او زلمي خلیل‌زاد سره وکتل او دوی د افغانستان د سولې او له طالبانو سره د خبرو په اړه مالومات ورکړل.
له دې وروسته، ډونلډ ټرمپ په خپله ټویټرپاڼه ولیکل:«د افغانستان په اړه مو یوه ډېره ښه ناسته پای ته ورسوله. ډېری هغوی او موږ چې له تېرو نولس کلونو راهیسې د جګړې په لیکو کې دي، د یوې هوکړې په لټه کې یوو، که‎چېرې شونې وي.»
د ولسمشر ویاند وايي، د سولې خبرې یو حساس پړاو ته رسېدلي دي، خو دا خبرې به هغه مهال پایله ورکړي چې اوربند اعلان شي.
سرچینې وايي، دې خبرو کې خلیل‌زاد ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل به په وضعیت پورې تړلې خبره وي او افغان حکومت له خلیل‌زاد غوښتي، هغه مهال چې امریکا له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي، یو لوړپوړی امریکايي پلاوی کابل ته راشي او له افغان حکومت سره یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.
له ترهګرۍ سره جدي مبارزه به د دې هوکړې یوه برخه وي.
صدیقي وايي چې دا اعلامیه به په حقیقت کې د افغانستان لپاره د امریکا د ژمنو تجدید وي چې دا هېواد له افغانستانه د وتلو په لټه کې نه دی بلکې په افغانستان کې سوله ټینګه وي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو ویر مایک پومپیو ویلي، د افغانستان په اړه دوی د ټرمپ د تګلارې پر بنسټ مخ ته ځي.
ښاغلي پومپیو زیاته کړه:«موږ له افغانستان سره د نږدې همکارۍ له مخې، ژمن یوو چې د سولې په اړه یوې هوکړې ته ورسېږو. د اوربند رامنځته کول، تاوتریخوالي کمول، له دې ډاډ چې افغانستان به بیا د ترهګرو ډلو له‌خوا د امریکا پر ضد نه کارول کېږي او سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو د یووالي رامن‌ځ‌ته کول دي.»
د دې ټولو سربېره سرچینې وايي، تر دوه ورځو به له امریکا سره د طالبانو هوکړه وروستۍ شي. راتلوونکو څلور میاشتو په لړ کې له افغانستان د یو شمېر امریکايي عسکرو وتل د دې هوکړې برخه ده، خو د دې عسکرو وتل هم د افغانستان په وضعیت پورې تړلې بلل شوي دي.
 


د مطلب کود: 190136

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190136/صدیقي-د-امریکې-او-طالبانو-ترمنځ-هوکړه-باید-جګړه-پای-ته-ورسوي

آوا
  https://www.avapress.com