دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۵
د مطلب کود : 190137
له طالبانو سره په هوکړه کې د افغان حکومت شرطونه
د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې په هوکړه کې د ټاکنو ترسراوی او د جمهوري نظام منل د افغان حکومت شرطونه بولي.

محمد اشرف غني نن شنبه په کابل کې د خپل ټاکنیز کمپاین ناستې ته د خبرو پرمهال وویل چې، ټاکنې او جمهوري نظام هغه شرطونه دي چې د سولې په هوکړې کې باید ومنل شي.
نوموړي وویل چې، د یادو شرطونو د نه منلو په صورت کې راتلونکي نسلونه د بربادۍ لوري ته ځي.
محمد اشرف غني د طالبانو مالي سرچینې ترسوال لاندې بولي او د زیاتو ښځو سره واده کول ددغې ډلې یوازنۍ لاسته راوړنې ګڼي.
د ولسمشر غني ترمشرۍ لاندې ددولت ساز ټیم مرستیالان هم د میزان میاشتې د شپږمې نېتې ټاکنې برخلیک ټاکوونکې ګڼي او ټاکنې د طالبانو امارت او جمهوري سیاسي نظام ترمنځ توپیر بولي.
محمد اشرف غني داسې مهال د سولې په پروسه کې پر شرطونو او سرو کرښو ټینګار کوي چې، ښايي د راتلونکې یوې اونۍ په ترڅ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي چې له مخې به یې بین الافغاني خبرې چې افغان دولت به پکې د طرف په ډول شتون ولري، پیل شي.
 
https://avapress.com/vdcgwz9quak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته