دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 190157
کابل کې د ودونو تالار کې چاودنې ۶۳ کسان وژلي او ۱۸۲ نور ټپیان دي
تېر ماخوستن د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د شهر دوبۍ ودونو تالار کې چاودنه رامنځته شوې چې له امله یې ۶۳ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، چاودنه تېره شپه شااوخوا ۱۰:۴۰ دقیقې د شهر دوبۍ د ودونو هوټل په منځ کې شوې ده چې له امله یې ۶۳ کسان وژل شوي او ۱۸۲ تنه نور ټپیان دي.
نصرت رحیمي وایي، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
که څه هم تراوسه کومې ډلې د پیښې مسوولیت نه دی منلی، خو وسله والو طالبانو په دې پیښه کې لاس لرل رد کړي او پیښه یې غندلې ده
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwuazyt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته