لېندسي ګراهام پرون د اګسټ په ۱۷مه، پر ټویټر په یوه پيغام کې باور څرګند کړی دی چې القاعده، داعش او نورې افراطي اسلامپالې ډلې د جګړې له پاي ته رسېدو سره علاقه نهلري.
لېندسي ګراهام د امریکا د جنوبي کارولینا ایالت سناتور دی، هغه په امریکا کې له مخکښو جمهوري غوښتونکو ګڼل کېږي.
ګراهام لیکلي چې طالبان که هره غوښتنه لري، خو د امریکا د مصونیت لپاره باید هلته د ترورېزم ضد چټک ځواکونه چې استخباراتي سهولتونه هم ورسره وي، موجود وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)