کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سناتور ګراهام: هیله لرم له طالبانو سره جګړه ابرومندانه پای ته ورسېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 اسد 1398 ساعت 10:08

د امریکا د سنا جمهوري غوښتونکي غړي، لېندسي ګراهام ویلي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ په څېر، هیله لري چې په افغانستان کې له وسله‌والو طالبانو سره جګړه به په ابرومندانه ډول پای ته ورسېږي.



لېندسي ګراهام پرون د اګسټ په ۱۷مه، پر ټویټر په یوه پيغام کې باور څرګند کړی دی چې القاعده، داعش او نورې افراطي اسلام‌پالې ډلې د جګړې له پاي ته رسېدو سره علاقه نه‌لري.
لېندسي ګراهام د امریکا د جنوبي کارولینا ایالت سناتور دی، هغه په امریکا کې له مخکښو جمهوري غوښتونکو ګڼل کېږي.
ګراهام لیکلي چې طالبان که هره غوښتنه لري، خو د امریکا د مصونیت لپاره باید هلته د ترورېزم ضد چټک ځواکونه چې استخباراتي سهولتونه هم ورسره وي، موجود وي.
 


د مطلب کود: 190163

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190163/سناتور-ګراهام-هیله-لرم-له-طالبانو-سره-جګړه-ابرومندانه-پای-ته-ورسېږي

آوا
  https://www.avapress.com