دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 190168
طالبان: له امریکا سره د سولې د توافقنامې د لاسلیک ورځ نه ده ټاکل شوې
طالبان وايي، له امریکا سره د سولې د توافقنامې د لاسلیک کره ورځ تر اوسه نه ده ټاکل شوې.

د دغه ډلې د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د «اګست پر۱۸مه» پر خپل ټوېټر لیکلي چې، د پاتې جزئیاتو تر نهايي کېدو وروسته به د یادې توافقنامې د لاسلیک د اعلان په اړه پرېکړه وشي.
"له امریکا سره د توافقنامې د لاسلیک ورځ تراوسه نده ټاکل شوې.کله چې ځیني پاته جزئيات نهایي شي بیا به داعلان په اړه تصمیم نیول کیږي."
طالبان دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې، د تېرې جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغان سولې په اړه له خپلو لوړپوړو مامورینو سره تر غونډې وروسته وویل، چې له مقابل لوري سره د افغان جګړې ختمولو لپاره د یو ښه توافق په لټه کې دي.
افغان حکومت تېره ورځ وویل، چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې ورځې د غونډې د رسمي پایلو په تمه دي.
د ولسمشر غني ویاند صدیقي صدیقي پرون شنبه وویل، چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته د امریکا متحده ایالات به د افغانستان له حکومت سره هم یوه اعلامیه لاسلیک کړي،خو نوموړي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.
ښاغلي صدیقي همدارنګه امریکا غږ ته وویل، چې له طالبانو سره د سولې د هوکړې لیک پایله باید اوربند، سیاسي ژوند ته د طالبانو ستنیدل او له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات وي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو خبرې د «اګست پر ۱۲مه»له کومې موافقې پرته پای ته ورسېدې، دواړو لورو وویل، چې د راتلونکو ګامونو به اړه به له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiwn6a49no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته