د بلخ د پولیسو ویاند عادلشاه عادل نن یکشنبه «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۷» ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د مزار شریف-دولتاباد ترمنځ لارې په اوږدو کې شوې ده.
د بلخ د پولیسو د ویاند په وینا، د وژل شویو په ډله کې ۳ ښځې، دوه ماشومان او پنځه نارینه شامل دي.
ښاغلي عادل وویل چې څېړنې دوام لري، خو تر اوسه نهده مشخصه شوې چې دغه عمل د کومې ډلې کار و.
د دغې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.