کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني: طالبان نه شي کولای د واده پر مراسمو له بریده ځان سپين وبولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 اسد 1398 ساعت 15:30

د کابل په لوېدیځ کې د واده پر مراسمو خونړي ځانمرګي برید چې په هغه کې ۶۳ تنه ووژل شول او ۱۸۲ تنه نور ټپيان شوي، له توندو غبرګونو سره مخ شوی دی.



له دې ډلې ولسمشر محمد اشرف غني دا برد غندي او هغه د بشریت په وړاندې جنایت ګڼي.
طالبانو هم دا برید غندلی او د دغې پېښې له زیانمنو سره یې غم‎شریکي کړې ده. دغې ډلې ویلي چې دا برید د هغوی کار نه دی.
خو ولسمشر غني وايي چې طالبان نه شي کولای ځان ته برائت ورکړي؛ ځکه چې دغې ډلې په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړې ده.
د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم دا برید وحشیانه بللی او د دغې پېښې پر څېړلو ټينګار کوي.
دا بې مخینه پېښه، د افغانستان د ګاونډیو او نړیوالو همکارانو د مشرانو له غبرګون سره مخامخ شوې ده.
له دې ډلې کابل کې د امریکا سفیر جان‎بس دا پېښه د هغه د عاملانو تر وروستۍ کچې احمقانه ګڼي او وايي چې ولسي وګړي باید دا ډول په نښه نه شي.
د شنبې شپې پر لس نیمو بجو (د زمري په ۲۶مه) یوه ځانمرګي بریدګر ځان ته د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړوند سیمې د شهر دوبۍ ودونو تالار کې د واده مراسم په نښه کړل. په دغې پېښه کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې افغان حکومت د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د لمانځنې لپاره چمتووالی نیسي او له یوې میاشتې راهیسې کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
دا برید په داسې حال کې رامنځته کېږي چې دوه اوونۍ مخکې هم، د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د موټر بم یوه ستره چاودنه وشوه. چې په دغه چاودنه کې ۱۴ تنه ووژل شول او څه باندې سل تنه نور ټپيان شوي دي او د دغه برید پړه طالبانو منلې وه.
 


د مطلب کود: 190188

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190188/غني-طالبان-نه-شي-کولای-د-واده-پر-مراسمو-له-بریده-ځان-سپين-وبولي

آوا
  https://www.avapress.com