کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

موږ باید له طالبانو سره د یوې ډلې په توګه عمل وکړو، باید دغې ډلې ته د مشروع دولت په نظر ونه ګورو/ پاکستان تر اوسه هم له طالبانو ملاتړ کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 اسد 1398 ساعت 9:58

موږ باید له طالبانو سره د یوې ډلې په توګه عمل وکړو، باید دغې ډلې ته د مشروع دولت په نظر ونه ګورو، ځکه دا د چین او بین المللي اصولو او موازینو خلاف عمل دی.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تیره ماښام د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي دینګ شیجون سره وکتل.
په دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې دینګ شیجون وویل، چین او افغانستان نږدې او ښې اړیکې لري او موږ په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان ملاتړ کړی دی.
هغه زیاته کړه، چین هیله من دی طالبان د افغانانو غوښتنه ومني او له اصلي لوري سره چې د افغانستان حکومت سره مذاکره او اوربند وکړي او سیاسي ژوند ته داخل شي.
دینګ شیجون وویل، چین هیله لري د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د سولې پروسې په تحقق کې خپل فعال رول ولوبوي، دغه راز  د افغانستان او پاکستان د نږدې اړیکو د تامین غوښتونکی او حاضر دی د دغو دواړو هیوادونو د اړیکو په ښه والي کې مرسته وکړي.
وروسته جمهوررئیس غني  د چین له ملاتړ څخه مننه  وکړه او وې ویل، افغانستان له چین سره نږدې امنیتي همکاري لرلې او د چین د شرقي ترکستان جنبش ترورویستي ډلې (ETIM) سره چې د دغه هیواد لپاره یو ګواښ دی، مبارزه کوي.
جمهوررئیس زیاته کړه، طالبان تر اوسه هم د یوې تروریستي ډلې په توګه په افغانستان کې د شرقي ترکستان د جنبش  (ETIM) په ګډون له زیات شمېر تروریستي شبکو سره اړیکې لري.
د هیواد جمهوررئیس وویل، موږ باید له طالبانو سره د یوې ډلې په توګه عمل وکړو، باید دغې ډلې ته د مشروع دولت په نظر ونه ګورو، ځکه دا د چین او بین المللي اصولو او موازینو خلاف عمل دی.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، طالبان پر هیڅ ولایت او د افغانستان پر نفوس کنترول نه لري او د هغوی دغه ادعا چې د افغانستان پر څو سلنه خاورې حاکمیت لري، له حقیقت څخه لېري ده.
هغه وویل، د طالبانو او امریکا ترمنځ ابتدايي هوکړه لیک به دافغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د مستقیمو مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي.
جمهوررئیس غڼی ټینګار وکړ، زموږ جمهوري نظام به هیڅکله هم له یوې ډلې سره تر بحث لاندې رانشي او طالبان مجبور دي چې سیاسي حل لاره انتخاب کړي، ځکه دغه ډله هیڅکله نشي کولای یو ستر نظام سقوط کړي.
د هیواد جمهوررئیس وویل: په خواشينۍ سره چې طالبان اوس هم د ملکي وګړو وژنې ته ادامه ورکوي او د دوی د دغه ډول تروریستي بریدونو دوام د سولې پروسې لپاره ستر خنډ ګڼل کېږي او د مذاکراتو د پرمخ بيولو لپاره د خلکو غوښتنه کمزورې کوي، خو برعکس د هغوی د ځپلو لپاره زموږ اراده لا پیاوړې کوي.
جمهوررئیس زیاته کړه، موږ تر اوسه د سولې په پروسه کې د همکارۍ او تاوتریخوالي د راکمولو لپاره د پاکستان د جدي اقدام شاهدان نه یوو. پاکستان تر اوسه هم له طالبانو ملاتړ کوي او دغه ډله د پاکستان له ملاتړ او پټنځایونو پرته دوام نشي کولای.
هغه څرګنده کړه، موږ د پاکستان له رهبرۍ سره خپل مذاکرات پیل کړي او په دې باور یوو چې پاکستان او بل هر هیواد طالباني افغانستان نه غواړي، ځکه طالبان د وروسته پاتې والي او بدبختۍ هینداره ده.
جمهوررئیس غني وویل، موږ سولې ته چمتو یوو او سوله به د افغانانو د غوښتنې پر بنسټ رامنځته کېږي. موږ له پاکستان سره د اړیکو د عادي کولو غوښتونکي یوو او هیله لرم چې پاکستان د کشمير موضوع زموږ د سولې پروسې پورې ونه تړي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، که چېرې طالبان خپلو تروریستي بریدونو ته دوام ورکړي، د سولې لپاره به لاره نوره هم راتنګه کړي او خلک به له موږ څخه وغواړي چې په دې اړه تر ټولو شدید تصمیم ونیسو.
 


د مطلب کود: 190225

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190225/موږ-باید-له-طالبانو-سره-د-یوې-ډلې-په-توګه-عمل-وکړو-دغې-ته-مشروع-دولت-نظر-ونه-ګورو-پاکستان-تر-اوسه-هم-ملاتړ-کوي

آوا
  https://www.avapress.com