دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 190229
لوی څارنوالی: د خلیل فیروزی آزادی موقت وخت لپاره دی
لوی څارنوالی د هغه نیوکو په غبرګون چی د خلیل الله فیروزی، د کابل بانک بحران یو تن محکومینو آزادیدو په وړاندی شوي، وایی چی ښاغلی فیروزی په موقت توګه د زندان څخه کور ته لیږدول شوی دی.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جمشید رسولی، د لوی څارنوالی ویاند د یکشنبه په ورځ په یو خبری ناسته کې په کابل کې وویل چی خلیل الله فیروزی لیږد کورته په موقت توګه او دوو شرطونو لاندی دی.

ښاغلی رسولی په دی بیان سره چی د د صحی موظف کمیسیون نظر په اساس او ښاغلی فیروزی غوښتنې په اساس، د هغه صحی وضعیب خرابیدل تثبیت شوی او په دی توګه د زندان څخه په مشروط توګه کور ته لیږدول شوی دی.

د هغه په وینا، لومړۍ شرط دادی چی ښاغلی فیروزی تر ښه کیدو پوری به په کور کی وی او دوهم شرط دادی چی که کابل بانک تصفیه کمیسیون سره خپل تعهد باندی عمل ونه کړی، بیرته زندان ته لیږدول کیږی.

په عینی حال کې هغه ټینګار کړي چی فیروزی د کابل بانک تصفیه لپاره خپل تعهداتو په برخه کې ښه عمل کړی دی او امکان لری چی په کور کې وکولای شی خپل حسابونه تصفیه کړی.

دا په داسی حال کې دی چی رحمت الله نبیل، د ریاست جمهوری ټاکنو یو تن نامزد مدعی شوی چی ښاغلی فیروزی د ۳۰ میلیون دالر په بدل کې د محمد اشرف غنی کمپاین سره مرستی لپاره آزاد شوی دی.

https://avapress.com/vdciruaz3t1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته