کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۴۵ زره دالرو په ارزښت بیرق افغانستان دولت ته تحفه ورکړل شوه

28 اسد 1398 ساعت 10:34

د ام تی ان مخباراتی شرکت، د هیواد استقلال ۱۰۰ کلیزی په مناسبت، ترټولو لوی ملی بیرق افغانستان دولت ته تحفه ورکړه.


 

 

د آوا په ګزارش سره، ددی تحفه تحویل رسمی سند، یکشنبه په ورځ په یو مشترک کنفرانس کې د حکومت رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې د ام تی ان مخابراتی شرکت نماینده له لوری، مخابرات او تکنالوژی معلوماتی وزیر ته ورکړل شوه.

هدایت الله زاهد، د ام تی ان مخابراتی شرکت نماینده وویل ددی دری رنګه بیرق اوږدوال ۴۵۰ متر او عرض او یا بر یی ۶۰۰ متره دی او جوړولو کې یی نږدی ۴۵ زره امریکایی دالره لګښت شوی دی.

هغه ددی اقدام څخه مقصد افغانستان ته علاقه مندی وښوده او وویل هر شخص باید خپل وطن سره مینه ولری او هیواد ترقی او پرمختګ په برخه کې خپل تر حده کار وکړی.

فهیم هاشمی، د مخابرات او تکنالوژی معلوماتی وزارت سرپرست ددی اقدام څخه ستاینی سره وویل چی خصوصی سکتور د تیرو دوو لسیزو راهیسی، د افغانستان په پرمختګ کې مهم سهم درلودلی دی.

د چارو اداره معاون وویل چی دا بیرق په ملی آرشیف کې ساتنه یی کیږی او خاصو مناسبتونو کې هم نمایش ورکول کیږی.

دا په داسی حال کې دی چی ددی مخکې، ترټولو لوی بیرق د لومړۍ ځل لپاره د ۱۳۹۳ کال سنبله په ۱۹ کې د ۶۳ مترو په ارتفاع د هندوستان هیواد په مرسته د وزیر محمد اکبر خان تپه پر سر نصب شوی دی.

 


د مطلب کود: 190230

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190230/د-۴۵-زره-دالرو-په-ارزښت-بیرق-افغانستان-دولت-ته-تحفه-ورکړل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com