دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 190232
د افغانستان د آزادی د سلمې کلېزی جشن وځنډول شوه
د افغانستان حکومت وایي، د ولسمشر محمد اشرف غني په دستور، د کابل د شبنه ماښام خونړي برید د قربانیانو د احترام لپاره د افغانستان د ازادی د سلمې کلیزی جشن او د دارالامان ماڼي د پرانیستې مراسم، چې ټاکل شوې وه نن رسما پرانېستل شي، ځنډول شوي دي.

کابل کې د شنبی ماښام برید ماخوستن لس بجې او څلوېښت دقیقې د پلازمېنې کابل دارلامان سیمې د ودونو یوه تالار کې رامنځته شو، چې د مسولینو په وینا پکې تر اوسه  ۶۳ کسان وژل شوي او ۱۸۲ تنه ژوبل شوي دي.
داعش ته منسوبو انټر نیټي پاڼو یوه خبرپاڼه خپره کړې چې پکې ویل شوي، دغه برید د ابوعاصم پاکستاني په نوم د دوی د یوه جنګیالي له لوري شوی دی.
دوی ادعا کړې، چې په دې برید کې یې ۴ سوه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
https://avapress.com/vdcc1xqsi2bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته