دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 190274
په اسپانیا کې د افغانستان سفیر د غلو له لوری ډبولي دی
په اسپانیه کې د افغانستان سفیر همایون رسا، د دې هېواد په بارسلونا ښار کې غلو ډبولی او د لاس ساعت یې ور څخه تښتولی دی.

 

د اسپانوي رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلی رسا د یکشنبې په ورځ د بارسلونا ښار په یوه جاده کې د غلو له لوري وهل شوی، د رسنیو له قوله، په دغې پیښه کې غلو له نوموړي څخه یو لاسي ساعت چې شاوخوا ۱۷ زره آیرو یې بیه وه وړی دی.

په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې منلې چې په اسپانیا کې د افغانستان سفیر د غلو له لوري وهل شوی ډبول شوی دی.

په مادرید کې د افغانستان سفارت ویلی چې ښاغلی رسا د افغانستان د خپلواکۍ مراسمو د نمانځې په پار بارسلونا ښار ته تللی وو چې هلته د غلو له خوا برید پرې وشو.

د سفارت په خبر پاڼه کې ویل چې د سفیر همایون رسا وضعیت اوس ښه دي.

اسپانوي رسنیو داسي راپورونه خپاره کړي چې غلو په بارسلونا ښار کې پخواني سفیر مسعود خلیلي ډبولي خو په اسپانیا کې د افغانستان پخواني سفیر مسعود خلیلي  پرخپله فیسبک پاڼه دغه خبر رد کړی نوموړي ویلي چې دی په کابل کې دی، له بده مرغه حمله پر اوسني سفیر شوې ده.

له تاوتریخوالي سره مله دغه غلا په داسي حال کې ترسره کیږي چې په بارسلونا کې په تېرو څو میاشتو کې د ورته پیښو پر مهال ۸ کسان وژل شوي دي.

https://avapress.com/vdciyuaz5t1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته