کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۹ میلیون څخه ډیر وګړي د ۱۳۹۸ ټاکنو ګډون لپاره نوم لېکنه کړي

29 اسد 1398 ساعت 17:18

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسئولین وایی چی ۹ میلیون او ۶۶۰ زره واجد شرایط کسان د ۱۳۹۶ کال ۶ میزان ریاست جمهوری ټاکنو رای ورکولو لپاره نوم لېکنه کړي دی.



د آوا په ګزارش سره، مولانا محمد عبدالله د ټاکنو کمیسیون یو تن کمشنیرانو څخه نن سه شنبه د یو خبری ناستې په ترڅ کې وویل؛ ۹ میلیون او ۶۶۰ زره تنه چی ځان راتلونکې ولسمشریز ټاکنو لپاره نوم لېکنه کړی دی ددی رای ورکوونکو نوملړ د بایومتریک ماشینونو کې ثبت شوی او رای ورکونې سیمو ته استول شوی دی.
د عبدالله په وینا، ددی رای ورکوونکې شمیر لیست د هغه وروسته نهایی شو چی ټاکنو کمیسیون ۹.۵ میلیون رای ورکوونکې نوملړ تصفیه کړ او ۴۰۰ زره جعلی وګړي په دی نوملړ کې مشخص شو.
دا په داسی حال کې دی چی ټاکنو باندی ناظر نهادونه هر وخت ادعا کړي چی د ۶ میلیون څخه لږ وګړي ځان راتلونکې ولسمشریز ټاکنو رای ورکولو لپاره نوم لېکنه کړی دی.
ښاغلی عبدالله په دی بیان سره چی د بایومتریک هر دستګاه د رای ورکولو سیمی لپاره د رای ورکوونکو ۴۰۰ تنو نوملړ ثبت کیږی زیاته کړه چی په هغه صورت کې به نتایج د قبول وړوی چی د بایومتریک تصدیق څخه برخمن وی.
 


د مطلب کود: 190291

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190291/د-۹-میلیون-څخه-ډیر-وګړي-۱۳۹۸-ټاکنو-ګډون-لپاره-نوم-لېکنه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com