دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود : 190291
د ۹ میلیون څخه ډیر وګړي د ۱۳۹۸ ټاکنو ګډون لپاره نوم لېکنه کړي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسئولین وایی چی ۹ میلیون او ۶۶۰ زره واجد شرایط کسان د ۱۳۹۶ کال ۶ میزان ریاست جمهوری ټاکنو رای ورکولو لپاره نوم لېکنه کړي دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، مولانا محمد عبدالله د ټاکنو کمیسیون یو تن کمشنیرانو څخه نن سه شنبه د یو خبری ناستې په ترڅ کې وویل؛ ۹ میلیون او ۶۶۰ زره تنه چی ځان راتلونکې ولسمشریز ټاکنو لپاره نوم لېکنه کړی دی ددی رای ورکوونکو نوملړ د بایومتریک ماشینونو کې ثبت شوی او رای ورکونې سیمو ته استول شوی دی.
د عبدالله په وینا، ددی رای ورکوونکې شمیر لیست د هغه وروسته نهایی شو چی ټاکنو کمیسیون ۹.۵ میلیون رای ورکوونکې نوملړ تصفیه کړ او ۴۰۰ زره جعلی وګړي په دی نوملړ کې مشخص شو.
دا په داسی حال کې دی چی ټاکنو باندی ناظر نهادونه هر وخت ادعا کړي چی د ۶ میلیون څخه لږ وګړي ځان راتلونکې ولسمشریز ټاکنو رای ورکولو لپاره نوم لېکنه کړی دی.
ښاغلی عبدالله په دی بیان سره چی د بایومتریک هر دستګاه د رای ورکولو سیمی لپاره د رای ورکوونکو ۴۰۰ تنو نوملړ ثبت کیږی زیاته کړه چی په هغه صورت کې به نتایج د قبول وړوی چی د بایومتریک تصدیق څخه برخمن وی.
 
https://avapress.com/vdchwvnzz23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته