کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا افغانستان سره ۱۲۵ میلیونه ډالرو مرستی اعلان کړي

29 اسد 1398 ساعت 17:20

کابل کې د امریکا سفارت وایي، د امریکا له لوري ۱۲۵ میلیونه ډالر مرسته، په افغانستان کې له کورني بیځایه شوو، اړمنو افغانانو او له طبیعي پیښو څخه له زیانمن شوو وګړو، سره د لاسنیو په موخه کیږي.


 

کابل کې د امریکا سفارت زیاتوي چې افغانان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري او نړیوالو ته په کار ده، چې له ملګرو ملتونو سره په مرستې د افغانستان له خلکو سره بشردوستانه  مرهمکاري وکړي.

د یاد سفارت له لوري په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راځي:” امریکا د افغانانو د ژوند ښه کولو په موخه خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. تر دې وړاندې هم دغو هيواد میلیونونه ډالره له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو لګولي دي”.


د مطلب کود: 190292

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190292/امریکا-افغانستان-سره-۱۲۵-میلیونه-ډالرو-مرستی-اعلان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com