دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۰
د مطلب کود : 190292
امریکا افغانستان سره ۱۲۵ میلیونه ډالرو مرستی اعلان کړي
کابل کې د امریکا سفارت وایي، د امریکا له لوري ۱۲۵ میلیونه ډالر مرسته، په افغانستان کې له کورني بیځایه شوو، اړمنو افغانانو او له طبیعي پیښو څخه له زیانمن شوو وګړو، سره د لاسنیو په موخه کیږي.

 

کابل کې د امریکا سفارت زیاتوي چې افغانان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري او نړیوالو ته په کار ده، چې له ملګرو ملتونو سره په مرستې د افغانستان له خلکو سره بشردوستانه  مرهمکاري وکړي.

د یاد سفارت له لوري په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راځي:” امریکا د افغانانو د ژوند ښه کولو په موخه خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. تر دې وړاندې هم دغو هيواد میلیونونه ډالره له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو لګولي دي”.

https://avapress.com/vdci3uazrt1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته