کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله عبدالله افغان سولې لپاره د روسیی ملاتړ غوښتونکې شو

29 اسد 1398 ساعت 22:03

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله له روسیې غوښتنه کړې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.



عبدالله عبدالله نن د اګست په شلمه په کابل کې د افغانستان لپاره د روسیې د فدراسیون له سفیر الکساندر منتیتسکي سره پر سوله او را روانو انتخاباتو خبرې وکړې.
هغه پر ټوېټر لیکلي: ما د افغانستان له سولې او ثباته د روسیې د کلک ملاتړ غوښتنه وکړه.
عبدالله عبدالله په یوه بل ټوېټ کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره د کتنې خبر خپور کړی دی.
هغه لیکلي چې له جنرال مېلر سره هم پر وروستیو امنیتی پرمختګونو، د افغانستان د سولې پر بهیر او د انتخاباتو پر امنیت غږېدلی دی.


د مطلب کود: 190293

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190293/عبدالله-افغان-سولې-لپاره-د-روسیی-ملاتړ-غوښتونکې-شو

آوا
  https://www.avapress.com