دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 190302
خلیلزاد: امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړې ته چمتو ده
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه له طالبانو سره د مذاکراتو په هدف قطر ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «اګست پر۲۰مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د ښاغلي خلیلزاد دغه سفر"د سولې د هر اړخیزې هڅې د یوې برخې په توګه ترڅو د سولې پروسه اسانه کړي چې په افغانستان کې رواني شخړه پای ته ورسوي."
دا د قطر په مرکز دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو نهم پړاو خبري دي، چې پیلېږي.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې خلیلزاد به په دوحه کې له طالب استازو سره تر لیدنې وروسته کابل ته ولاړ شي او د افغان حکومت له مشرانو سره به"د افغان سولې بهیر په اړه خبرې او مشورې وکړي او د بین الافغاني خبرو د چمتووالي لپاره به یې و هڅوي."
د افغان سولې په اړه د نهم سفر تر پیلولو مخکې زلمي خلیلزاد هم پر خپل ټوېټر لیکلي"اوس بیرته روان یم. لومړی به دوحی ته ځم ترڅو هلته پر پاتې مسایلو خبرې وکړو او نهایي یې کړو. موږ چمتو یو. اوس نو وګورو چې ایا طالبان چمتو دي؟."
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دا مهاله له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتووالی نه دی ښودلی او د افغانستان جمهوري ریاست هم د زمري میاشتې پر« ۲۶مه»د سولې په اړه پر خپلو مشخصو اهدافو باندې ټینګار وکړ.
افغانستان او قطر ته د زلمي خلیلزاد سفر پر داسې مهال تر سره کېږي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ له خپلو لوړپوړو چارواکو سره له طالبانو سره د سولې خبرو پر بهیر، له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر احتمالي وتلو او یو شمېر نورو اړوند مسایلو باندې خبرې وکړې.
ټرمپ تر یاد مذاکراتو وروسته، د افغان سولې په اړه یې له طالبانو او افغان حکومت سره خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړ.
 
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdcawwn6u49noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته