د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د جیټ الوتکې دا برید پرون سې شنبه غرمه مهال په تنګي سیمه کې شوی.
د داعش د وژل شویو غړو په اړه همدومره ویل شوي چې پاکستاني اتباع دي، خو نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
د پچیراګام په شمول د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د داعش وسله واله ډله پراخ فعالیتونه لري.
دې ډلې د تېرې یکشنبې په شپه په کابل کې پر یوه واده د هغه خونړي برید پړه پر غاړه واخیسته چې د ماشومانو په ګډون یې لږترلږه ۶۳ ملکیان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
خپله په ننګرهار کې هم د دوشنبې په ورځ په بېلابېلو سیمو کې شپاړس چاودنې وشوې چې لږترلږه ۱۲۳ کسان یې ټپیان کړل.
له دې پېښو وروسته یو شمېر عامو افغانانو پر حکومت او نړیوالو ځواکونو انتقادونه زیات کړي چې په ننګرهار او نورو ولایتونو کې د داعش او نورو وسله والو ډلو پر ضد د پرېکنده اقداماتو په کولو کې پاتې راغلي.