دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 190309
عبدالله: د ملي یوالي حکومت په دوه کې یې له زغمه کار اخیستی، کنه نو اوس به د نظام په نوم څه نه و
د افغانستان د جمهوري ریاست اجرائیه رئیس او د ثبات اوهمپالنې ټاکنیز ټکټ مشر وایي، چې که د ملي یووالي حکومت په دوره کې یې له ډېر زغم او حوصلې څخه کار نه وایي اخیستی اوس به د نظام په نوم هیڅ هم نه وو.
د افغانستان د جمهوري ریاست اجرائیه رئیس او د ثبات اوهمپالنې ټاکنیز ټکټ مشر وایي، چې که د ملي یووالي حکومت په دوره کې یې له ډېر زغم او حوصلې څخه کار نه وایي اخیستی اوس به د نظام په نوم هیڅ هم نه وو.
ښاغلي عبدالله د سې شنبې په ورځ د لویې جرګې په خېمه کې يوې کمپایني غونډې ته ویلي، که د ملي وحدت حکومت دوره کې ماهم له ولسمشر سره هغسې رویه کړي وای لکه څنګه چې ده له ماسره کوله نو اوس به هرڅه ګډوډ وو او مونږ به د نظام په نامه هیڅ هم نه درلودل.
د ثبات او همپالني ټیم مشر د دغې غونډې پرمهال له ځوانانو سره دا ژمنه هم وکړه چې د ځوانانو او ورزش وزارت په نوم به یو وزارت رامنځته کوي او دغه کار به د ولسمشر کېدو په صورت کې په لومړۍ ورځ ترسره کوي.
هغه زیاته کړې د دې ترڅنګ به،  ځوانانو ته د زده کړو د اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ کاري زمینې هم برابرې کړي.
ښاغلی عبدالله زیاته کړه، له ځوانانو څخه تل د يوې وسیلې په توګه کار اخیستل شوی، خو اوس د دې وخت را رسېدلی چې ځوانان خپل برخلیک پخپله وټاکي.
سرچينه : خامه پریس
https://avapress.com/vdchvvnzw23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته