دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 190320
ټرامپ: افغانستان د ترهګرۍ لپاره هاروارډ پوهنتون دی
د امریکا ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا په سپینې ماڼۍ کې د افغانستان په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی به په افغانستان کې د ترهګرو د مخنیوي لپاره استخباراتي شتون ولري ځکه، د ده په وینا افغانستان د ترهګرۍ لپاره هاروارډ پوهنتون دی.

 

ولسمشر ترمپ خپله مخکنۍ خبره بیاځلي تکرار کړې چې ویلي یې وو په یوه اونۍ کې د افغانستان جګړه ګټلی شي خو نه غواړي لس میلیونه افغانان ووژل شي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړې چې په افغانستان کې به د خپلو عسکرو شمېر را لږ کړي خو امریکا به دغلته قوي استخباراتي حضور ولري،  د ده په خبره امریکایي پوځیان په افغانستان د پولیس نقش لري چې له دې وروسته باید دغه دنده پرمخ یو نه سي.

ټرمپ د افغانستان د سولې خبرو ته په اشاري ویلي، چې پر هیچا هم باور نه دی په کار، خو طالبان نور له جګړو ستړي شوي او غواړي له امریکا سره سوله وکړي.

د یادونې وړ دی چې تر دې مخکې هم ټرمپ افغانستان ته د ترهګرو د لابراتوار خطاب کړی و.

https://avapress.com/vdcauwn6w49noe1.hxk4.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته