دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۵
د مطلب کود : 190350
طالبان تر اوسه هم د اوربند او سولې اراده نه لري
جمهوررئیس څرګنده کړه، افغان حکومت سولې ته ژمن دی، داسې سوله چې جګړه پای ته ورسوي او زموږ د جمهوري نظام هیڅ څنډې ته زیان ونه رسوي. هغه زیاته کړه، طالبان تر اوسه هم د اوربند او سولې اراده نه لري او په ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د خپلو تروریستي بریدونو په ترسره کولو یې خپل مخالفت ښودلی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د ناټو د ګډو ځواکونو او په اروپا کې د امریکا عمومي قوماندانۍ له ارشد قوماندان تود ولټرز سره په ارګ کې د ترورېزم له شته ګواښونو او له هغه سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې چې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي هم حضور درلود، لومړی جنرال ولټرز یو وار بیا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو دوامداره همکاریو په اړه د ناټو سازمان ژمنتیا څرګنده کړه او وې ویل، ناټو د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ګډو اهدافو په موخه مبارزه کوي.
هغه له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغان امنیتي ځواکونو زړورتیا اوسرښندنې وستایلې او زیاته یې کړه، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه او ناټو نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت د تامین لپاره ګډې مبارزې ته دوام ورکوي.
جنرال تود ولټرز وویل، ناټو به د ستراتیژیک همکار په توګه د افغان ځواکونو ترڅنګ پاتې شي او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوامداره ملاتړ په اړه د دې سازمان ټولې ژمنې پرخپل ځای دي.
جمهوررئیس محمد اشرف غني جنرال تود ولټرز ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ناټو ملاتړ څخه په مننې وویل، له ناټو سره زموږ مشارکت ستراتیژیک او دوامداره دی او د بین المللي ځواکونو په شمېر کې زیاتوالی او کموالی په شرایطو پورې تړلی دی.
جمهوررئیس د سولې بهیر ته په اشارې زیاته کړه، سوله د افغانستان لپاره لومړیتوب لري او افغان حکومت د سولې لارنقشه ترتیب کړې او هغه په دقت، تدبیر او د ګواښونو او پایلو تحلیل ته په کتو پرمخ وړي.
د هېواد جمهوررئیس په ټینګار وویل: سولې ته د رسېدو لپاره هر ډول ناسمه کړنلاره ناسمې پایلې لرلای شي، دا ځکه چې زموږ سوله او امنیت د دښمن له ګواښونو سره مخ دي او اړتیا ده چې دغه پروسه په دقت او لازم تدبیر مخته یوسو.
هغه زیاته کړه، تروریستان هڅه کوي افغانستان پخپل پټنځای بدل کړي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په زړورتیا او متانت توانېدلي، د هغوی هر ډول ګواښ په شا وتمبوي او نه پرېږدي چې هغوی خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، افغان حکومت سولې ته ژمن دی، داسې سوله چې جګړه پای ته ورسوي او زموږ د جمهوري نظام هیڅ څنډې ته زیان ونه رسوي. هغه زیاته کړه، طالبان تر اوسه هم د اوربند او سولې اراده نه لري او په ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د خپلو تروریستي بریدونو په ترسره کولو یې خپل مخالفت ښودلی دی.
جمهوررئیس وویل: طالبان باید د افغانستان خلکو ته له پاکستان، نشه یي توکو، القاعدې، داعش او نورو لسګونه تروریستي ډلو سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي. هغه زیاته کړه، د طالبانو ډله د پاکستان په خاوره کې له پټنځای پرته خپل موجودیت ته دوام نشي ورکولای او د افغانستان په اکثریت خاورې د کنټرول په اړه د هغوی ادعا بشپړه بې بنسټه او د دې ډلې د تبلیغاتو یوه برخه ده او د هېواد په مختلفو برخو کې د دې ډلې شبکه یي حضور خلک ګواښي.
جمهوررئیس د جمهوري ریاست ټاکنو ته په اشارې وویل، ټاکنې ترسره کېږي او د افغانستان خلک به په غښتلې ارادې خپل راتلونکی حکومت او زعیم وټاکي. هغه زیاته کړه، له ټاکنو پرته سوله نشي تامینېدای او په ډېر تاسف چې طالبانو له ملي پروسو سره خپله دښمني ښودلې ده.
د هېواد جمهوررئیس وویل، ټاکنې د افغانانو برحقه غوښتنه ښیي او ترسره کېدل یې د نظم د تامین لامل ګرځي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkz0fzyt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته