دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۲۲:۲۴
د مطلب کود : 190356
عبدالله اشرف غنی په دروغ ویول او نفاق رامنځته کولو باندی تورن کړ
داکتر عبدالله عبدالله د ریاست جمهوری ټاکنو نامزدانو څخه نن په یو ټاکنیز همایش کې په سختو الفاظو ولسمشر غنی باندی خبری وکړ او هغه دروغ ویلو او تفرقه رامنځته کولو باندی تورن کړ.

 
داکتر عبدالله عبدالله؛ د ریاست جمهوری ټاکنو یو تن نامزدانو څخه د ټاکنیز کمپاینونو په جریان کې نن ( چهار شنبه ) وویل چی افغانستان کې ناامنی بحران او حکومت باندی د خلګو بی اعتمادی، دروغ وینې، تبعیض او تفرقه رامنځته کونې باندی تورن کړ.
ښاغلی عبدالله وویل چی سیمی هیوادونو ته عذر کوو چی وارداتی بریښنا لګښت کم کړی، خو ښاغلی غنی اعلان کړ چی ټولو سیمو ته بریښنا صادروی.
هغه همدارنګه وویل چی هغه وخت چی ولسمشر د عسکری قطعاتو څخه لیدنه کوله، مرمی شاجورونه او حتی سرتیرو تفنګچو سوزنکونه هم کاږی.
عبدالله وویل:
د افغانستان خلګ دا باندی پوه شوی دی چی هغوی ته دروغ ویلی دی او دروغ وایی. حکومتداری تبعیض، تفرقه افګنی او سترګو باندی خاوره وهلو باندی نه کیږی.
هغه همدارنګه د خلیل الله فروزی د کابل بانک بحران اصلی تورن کسانو څخه او حاجی دلاور د سنا مجلس مشاور آزادیدنه پوښتنه منځته راوړونکې بللی او ویلی دی: ولی خلیل الله فیروزی د ټاکنو پر وخت آزاد شو؟ که بی ګناه وو ولی پنځه کاله په بندیخانه کې پاته شو؟ او که نه وو، ولی اوس آزاد شو؟
هغه وویل دلاور د سنا مجلس پخوانۍ مشاور ونیول شو. تروریستی برید قصد درلود او خپل موټر کې تروریستان لیږدول. هغه وخت چی هغه ونیول شو، یو لوړپوړۍ امنیتی چارواکې وویل چی حقانی شبکه نن شپه ونه توانیدل چی بیده شی. ولی یو خطرناک تروریست مو آزاد کړ؟ غواړی چی حقانی ډله آرام بیده شی؟
عبدالله عبدالله د ولسمشر غنی جدی رقیبانو څخه په حساب راځی.
 
https://avapress.com/vdcjiyevmuqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته