کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند غواړي پر پاکستان اوبه بندې کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 اسد 1398 ساعت 8:45

د هند د اوبو او طبیعي منابعو وزارت وايي چې هڅه کوي پاکستان ته د بهېدونکیو اضافي اوبو مخه ونیسي.



د هند د اوبو او طبیعي منابعو وزیر ګجیندر سنګ شیکاوت د چهارشنبې په ورځ (اګسټ ٢۱) وویل چې د سند د سمندر د اوبو د تړون په اساس د هند ‌‌‌‌‌‌ډېرې اوبه پاکستان ته ځي.
هغه وايي چې ‌‌‌‌‌‌د اوبو ډیره برخه د راوي، بیاس، سوتلیج او د هند د ځينو نورو حوزو څخه پاکستان ته توېيږي.
نوموړي وویل چې وزارت یې په داسې یو پلان کار کوي چې د دغو اوبو مخه ونیسي چې په نتیجه کې به یې د هند ګروندګر، صنعتکاران او نور عادي خلک له خپلو اوبو څخه ‌‌‌‌‌‌ډېره ګټه واخلي.
د سند د سیند تړون د هند او پاکستان تر منځ د نړیوال بانک په منځګړتوب لاسلیک شو، د دغه تړون په اساس د پاکستان ٨٠ سلنه زراعتي ځمکې له هند څخه په ورتلونکیو اوبو خړوبیږي.
هند او پاکستان تل د اوبو د طبیعي سرچینو پر سر دعوې او شخړې لري.
هند د ٢٠١٩ کال د فبرورۍ په میاشت کې پر خپلو نیمه پوځي سرتېرو له ځانمرګي برید وروسته ګواښ وکړ چې له پاکستان سره د اوبو اوسنی تړون ځنډوي.
د فبروۍ په ځانمرګي برید کې شاوخوا ٤٠ تنه وژل شوي و چې پړه یې د پاکستان جیش محمد ډلې پر خپلې غاړې اخیستې وه.
هند څو ورځې مخکې تر خپلې ولکې لاندې د کشمیر ځانګړي اختیارات لغوه کړل او له دې وروسته د ‌‌‌‌‌‌ډیلي او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خرابې وشې.
 


د مطلب کود: 190359

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190359/هند-غواړي-پر-پاکستان-اوبه-بندې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com