کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي

بی بی سی , 31 اسد 1398 ساعت 9:39

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، پرون د چهارشنبې '۲۱م د اګسټ' په ورځ یې په افغانستان کې دوه سرتیري وژل شوي دي.


وی په یوه بیان کې نور معلومات نه دي ورکړي چې دا سرتېري چېرته وژل شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې هم د دغه هېواد د وژل شویو سرتېرو هوویت تر ۲۴ ګړیو نه ښودل کېږي.
د روان میلادي کال له پیله تراوسه شپاړس امریکایي سرتېرې په افغانستان کې وژل شوې دي.
د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۲مه هم دوه امریکايي سرتېري د عملیاتو پرمهال وژل شوي وو.
افغانستان کې د پرېکند ملاتړ اعلامیه د دې سرتېرو نوره پېژندنه او د پېښې ځای نه ډاګیزوي.
دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ بهرني سرتېري مېشت دي، چې ډېری یې امریکایان دي.
د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته، په دې هېواد کې د امریکا ۲۲۱۶ سرتېري وژل شوي.
امریکا په افغانستان کې نژدې ۱۴ زره سرتېري لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او د وسلوالو ضد عملیاتو کې په همکارۍ بوخت دي.
امریکایي چارواکي د خبرو له لارې غواړي طالبانو سره جوړ جاړي ته په رسېدو نژدې نیمايي سرتېري له افغانستان وباسي.

 


د مطلب کود: 190364

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190364/افغانستان-کې-دوه-امریکايي-سرتېري-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com