کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صدیق صدیقی: افغان حکومت هیله له لری چی امریکایی پلاوي او طالب استازو ترمنځ سولې نهم پړاو اوربند او بین الافغاني خبرو پیل لامل شی

31 اسد 1398 ساعت 9:54

افغان حکومت هیله لري چې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې د نهم پړاو خبرو پایلې به په افغانستان کې د اوربند او د بین الافغاني خبرو د پیل لامل شي.


 

له طالب استازو سره د خبرو لپاره قطر ته د زلمي خلیلزاد د تازه سفر ترڅنګ افغان حکومت وايي چې وضعیت له نږدې څاري.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي رسنیو  ته وویل چې افغان حکومت هیله لري چې د دې پړاو د خبرو پای به د بین لافغاني خبرو د پیل او اوربند لامل شي.

ده وویل: "وبه لیدل شي چې دغه خبرې څنګه پیلېږي او څه پایلې لري، خو موږ هیله مند یوو چې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو پایله د اوربند او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لامل شي."

طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټوېټر لیکلي دي چې امریکا هوکړې ته چمتو ده او وبه کتل شي چې طالبان هم چمتو دي او که نه.

خو د ولسمشر ویاند د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه له وخته وړاندې ګڼي او وايي چې تر دې دمه هوکړه لیک نه دی وروستی شوی او له افغان حکومت سره هم نه دی شریک شوی.

 

تر دې دمه لا معلومه نه ده چې د نهم پړاو خبرې کله پیلېږي، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین تېره شپه رسنیو ته ویلي چې له امریکايي لوري سره یې خبرې ښايي راتلونکو ورځو کې پیل شي.

  


د مطلب کود: 190367

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190367/صدیق-صدیقی-افغان-حکومت-هیله-له-لری-چی-امریکایی-پلاوي-او-طالب-استازو-ترمنځ-سولې-نهم-پړاو-اوربند-بین-الافغاني-خبرو-پیل-لامل-شی

آوا
  https://www.avapress.com