کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستاني پوځیانو په تېرو درې ورځو کې د کنړ پر درې ولسوالیو۷۲۰ توغندي توغولي

خامه پریس , 31 اسد 1398 ساعت 10:55

د کنړ ځایي چارواکي وایي، پاکستاني پوځیانو په تېرو دریو ورځو کې د کونړ پر دانګام، شلطن او ناړۍ ولسوالیو ۷۲۰ توغندي را ویشتلي دي.


د کنړ ځایي چارواکي وایي، پاکستاني پوځیانو په تېرو دریو ورځو کې د کونړ پر دانګام، شلطن او ناړۍ ولسوالیو ۷۲۰ توغندي را ویشتلي دي.

د کنړ والي عبدالستار میرزکوال رسنیو ته ویلي، دغو توغندیو په کونړ، شلطن او ناړۍ کې ګڼو ولسي کورنو ته مالي زیان اړولی دی.
بلخوا د کونړ امنیتي چارواکي وايي، دغو توغندیو ولسي وګړو ته تلفات نه دي اړولي خو دوی مرکزي چارواکو ته راپور ورکړی او د وروستي امر په انتظار دي.
دا لومومړي ځل نه دی چې پاکستان له ډیورنډ کرښې دې خوا سیمې پر توغندیو ولي په تېرو لسو کلونو کې دغه سیمې پاکستاني پوځیانو په مکرر ډول په توغندیو ویشتلې دي.
د پاکستاني پوځیانو لوري د توغندیو د را توغول کېدو له کبله د سیمې زرګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوې او یا یې تلفات ورکړي دي.
افغان حکومت په تېرو لسو کلونو کې د پاکستان له لوري د ۱۳ زره څخه د زیاتو توغندیو راورولو په تړاو د ملګرو ملتونو اسامبلې ته هم شکایت کړی خو تر اوسه په دې تړاو هیڅ نه دي شوي.


د مطلب کود: 190371

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190371/پاکستاني-پوځیانو-په-تېرو-درې-ورځو-کې-د-کنړ-پر-ولسوالیو۷۲۰-توغندي-توغولي

آوا
  https://www.avapress.com