کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

البانیا کې یوې بېړۍ ۳۶ افغان کډوال له ډوبېدو ژغورلي

ازادی رادیو , 31 اسد 1398 ساعت 12:14

د البانیا دفاع وزیره وایي چې د البانیا یوې بېړۍ په ایجه سمندرګي کې ۳۶ افغان کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي.


د البانیا دفاع وزیرې اولتا شاکا پرون په ټویټر کې ولیکل چې د اروپایي ټولنې د سرحدي ساتونکو په مرسته د البانیا بېړۍ ۱۹ افغان ماشومان، اته مېرمنې او نهه نارینه چې غوښتل‌یې د یونان لور ته پورې وځي، وژغورل او سیمه‌ییزو چارواکو ته‌یې وسپارل.


د مطلب کود: 190377

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190377/البانیا-کې-یوې-بېړۍ-۳۶-افغان-کډوال-له-ډوبېدو-ژغورلي

آوا
  https://www.avapress.com