دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 190399
شاهین اسمايي یو پر صفر عقابان هندوکش ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ دویمه لوبه تېر ماښام (چهارشنبه د زمري۳۱مه/ اګسټ ۲۲مه) د شاهین اسمايي او عقابان هندوکش لوبډلو تر منځ وشوه.

دغې لوبې کې شاهین اسمايي یو پر صفر عقابان هندوکش لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لوبې درې نمرې یې خپلې کړې.
د شاهین اسمايي لوبغاړو د لوبې په لومړۍ پیل لوبې کې د ګول وهلو پرله پسې چانسو وروسته په ۳۷مې دقیقیې کې وکړای شول لومړی ګول تر سره ګړي.
د لوبې یواځینی ګول امان الله سرداري د شاهین اسمايي لوبغاړي په خپل نوم ثبت کړ.
د لوبې په دویمې نیمې کې بیا هم د شاهین اسمایي تر ډېره په برید حال کې وه او د ګول ترسره ګولو څو چانسونه یې له لاسه ورکړل. د لوبې ۹۰ دقیقیې پای ته ورسېدې او یوازې یو ګول ترسره شو.
د فوټبال مینه وال وايي چې دغه لیګ یې دوی ته ښه سرګرمي ده.
دوه ویشت کلنه زهرا چې د بلخ نه کابل ته د لوبې ننداره کولو لپاره راغلې امریکا غږ ته وویل:
"هیله مې درلوده چې د کورنۍ سره د فوټبال غوره لیګ لوبې له نږدې وګورم. کابل ته راغلم او اوس مهال له لوبې خوند اخلم. زما د خوښې لوبډله عقابان هندوکش ده او هیله لرم چې د دغه لیګ اتلولي خپله کړي."
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د فوټبال د غوره لیګ یوه لویه ګټه دا ده چې ځوان استعدادونه په کې موندل کیږي چې وروسته د فوټبال ملي لوبډلو ته لار پیدا کوي.
دا د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ اتم فصل دې چې پکې د بیلابېلو زونونو نه اته لوبډلې ګډون کړی.
د دې لیګ په لومړۍ لوبې کې وړمه ورځ، طوفان هریرود او سیمرغ البرز لوبډلو سره سیالي وکړه چې یو پر صفر د طوفان هریرود په ګټه ختمه شوه.
یاد لیګ کې ۱۵ لوبې کیږي چې په پای کې یوه لوبډله د اتلولۍ جام ګټي.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ دا کال د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت پېل شوي چې د یو ملت یو غږ تر شعار لاندې لوبې کیږي.
تېر کال د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د اووم پړاو سیالۍ د طوفان هریرود لوبډلې ګټلې وې
 
https://avapress.com/vdcgyz9qyak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته