دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 190433
فراه کې د یوه قومندان په شمول ۶ ترهګر طالبان په هوایي برید کې وژل شوي
ملی دفاع وزارت وایي، د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د یوې هوایي حملې په پایله کې د وسله والو طالبانو یو قومندان له خپلو ۵ تنو نورو وسله والو سره یو ځای وژل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،:” د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په تودنګ سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه موټر هوایي برید کې د وسله والو طالبانو قومندان حافظ قدرت الله له خپلو ۵ نورو وسله والو سره یو ځای وژل شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmxdymw6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته