کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پروان کې د ایتلافي ځواکونو پر موټر ځانمرګی برید شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 سنبله 1398 ساعت 10:41



د پروان ولایت د والي ویانده وحیده شهکار وایي، تېره شپه شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د ایتلافي ځواکونو د ګزمې پر موټر ددغه ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند صیاد سیمه کې کې موټر بم چاودنه شوې چې، له امله یې یو ددغه ځواکونو یو ټانګ ویجاړ شوی، خو په خبره یې ځاني تلفات نه لري.

که څه هم بهرنیو ځواکونو تر اوسه د پیښې په اړه څه نه دي ویلي، خو وسله والو طالبانو د یادې پیښې په تړاو د درنو تلفاتو ادعا کړې ده.
دا په داسې حال کې دي چې، د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت د تیرې پنجشنې په ورځ وویل چې، د اګست میاشتې په ۲۱ مه نېټه یې په افغانستان کې دوه سرتیري وژل شوي دي، خو پدې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي چې دا سرتېري چېرته وژل شوي دي.
ورته مهال د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې، ددغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله یو ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز ددغې ډلې د مهماتو یوه ډیپو له منځه تللې ده.
بلخوا د هلمند ولایت چارواکي وایي چې، ځانګړو افغان ځواکونو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې له امله یې ۱۳ طالب وسله وال وژل شوي دي، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 190436

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190436/پروان-کې-د-ایتلافي-ځواکونو-پر-موټر-ځانمرګی-برید-شوی

آوا
  https://www.avapress.com