دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 190438
ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ داعش ترهګر وژل شوي
نظامي چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د داعش خراسان ډلې ۱۰ ترهګر وژل شوي دي.

دغه برید د افغان ځانګړو ځواکونو لخوا پر داعش ترهګرو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ترسره شوی چې په پایله کې یې د داعش د خراسان ډلې اړوند ۱۰ ترهګر وژل شوي دي”.
خبر پاڼه زیاتوي چې د دې عملیاتو پر مهال د وسلو او مهماتو یو زیرمتون او یو موټر بم هم له منځه وړل شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaewn6a49noy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته