دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 190451
پروان ولایت کې ائتلافي ځواکونو پر ټانګ موټر بم چاودنه شوي
د پروان ولایت ځایي چارواکي وایي، تېره شپه شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د بګرام ولسوالۍ اړوند صیاد سیمه کې د ایتلافي ځواکونو د ګزمې پر ټانګ موټر بم چاودنه شوې چې، له امله یې د دغو ځواکونو یو ټانګ ویجاړ شوی، د چارواکو په خبره په دغه پیښه کې بهرني ځواکونه ځاني تلفات نه لري.

وسله والو طالبانو پر بهرنیو ځواکونو د یادې پیښې مسولیت اخیستې په دې برید کې یې ائتلافي ځواکونو ته د درنو تلفاتو د ور اوښتوادعا کړې ده.
وسله وال طالبانو رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې د ۷ تنو بهرني عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
بهرنیو ځواکونو د دغې پیښې په اړه تر دې مهاله څه نه دي ویلی.
دا په داسې حال کې دي چې، د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت د تیرې پنجشنې په ورځ وویل چې، د اګست میاشتې په ۲۱ مه نېټه یې په افغانستان کې دوه سرتیري وژل شوي دي.
https://avapress.com/vdcftxdyyw6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته