دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 190465
د را پورونو پر بنسټ امریکا او طالبانو پر ۱۴میاشتنې موقت حکومت هوکړه کړې
الجزیرې ټلویزون داسي راپور خپور کړی چې له مخې یې قطر کې د امریکا او طالبانو مذاکراتي ټیمونو په افغانستان کې د ۱۴میاشتنې موقت حکومت، په جوړیدو هوکړه کړې ده.

الجزیره وايي، چې دمګړۍ دواړه خواوې د انتقالي مرحلې په ترڅ کې له افغان حکومت نه د متحده ایالاتو پر ملاتړ بحث کوي.
 امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر دې دمه د دغه خبر په اړه په رسمي توکه غبرګون نه دی ښودلی.
د یاونې وړ دی چې اوس مهال په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان شخړې د حل لپاره د مذاکراتو نهم پړاو جریان لري.
د راپورونو له مخې په دې روان پړاو کې به  د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه هم لاسلیک شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiwn6m49noy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته