دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۳
د مطلب کود : 190471
جان بس: افغانستان کې د ټاکنو په پرتله سوله مهمه ده
په کابل کې د امریکا سفیر جان‎بس وايي چې په افغانستان کې د هغوی لپاره سوله لومړیتوب لري.

جان‎بس چې نن (شنبې د وږي په دویمه) مزارشریف ته تللی، بلخ کې د طلوع نیوز له خبریال سره په مرکه کې ویلي چې سوله او ټاکنې دواړه مهم دي؛ خو سوله له ټاکنو مهمه ده، ځکه چې د هغه په وینا سوله د افغان وګړو غوښتنه ده. 
د امریکا سفیر زیاتوي که‎چېرې د سولې په خبرو کې ستونزه رامنځته شي باید ولسمشرۍ ټاکنې په خپل وخت ترسره شي.
هغه زیاتوي:«دواړه سوله او ټاکنې مهمې دي خو سوله مهم او لوی لومړیتوب دی، د دې لپاره چې د افغانانو غوښتنه سوله ده، خلک د سولې غوښتونکي دي، موږ په دوامداره توګه په دې برخه کې کار کوو او خپلو همکاریو ته دوام ورکوو.»
ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکې او طالبانو ترمنځ خبرې نهم پړاو ته رسېدلي او ته ده دواړه لوري په څو راتلوونکو ورځو کې هوکړه‎لیک لاسلیک کړي.
له دغو خبرو خبرې سرچینې وايي چې ټاکل شوې چې د امریکې او طالبانو د خبرو له پای وروسته د افغانانو ترمنځ خبرې هم په اسلو کې پيل شي.
په یوه وخت د سولې هڅې او د ولسمشرۍ ټاکنو ترسراوي، ځينې اندېښنې رامنځته کړې چې ولسمشرۍ ټاکنې د درېیم ځل لپاره ونه ځنډوي. دا اندېښنې تر ډېره له هغې سرمنشه اخلي چې کارپوهان د طالبانو او امریکې ترمنځ خبرو په پایله کې افغانستان کې د لنډمهاله حکومت له احتماله خبر ورکوي.
د سولې په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د طالبانو یو بنسټيز شرط دی - هغه شرط چې  کابل کې د امریکا سفیر د هغه په اړه داسې ځواب ورکوي:«که طالبان په عمل کې ثابته کړي چې نور نو افغانستان د امریکا لپاره ګواښ نه دی د دې هېواد ځواکونه به له افغانستانه ووځي، خو دوی باید ډاډمن شي چې نور دا ګواښ نشته.»
له بلخوا د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر وايي د سولې خبرې، د ټاکنو ترسره کېدل او د امنیت ټینګښت د امریکا له سفیر سره د هغه د خبرو اصلي موضوع ګانې وې.
د امریکا سفیر په داسې حال کې مزارشریف ته تللی چې د هیواد په شمال په تېره بیا بلخ ولایت کې ناامني زیاته شوې او داسې اندېښنې شته چې د ناامنیو له امله به خلک په پراخه توګه په انتخاباتو کې ګډونه ونه‎شي کړای.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqvnzz23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته