دا کارخونه، د څه باندې دوه مېلیون ډالرو په لګښت انرژي لرونکو څښاکو کې د الو وېرا د استفادې لپاره، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې فعاله شوې ده. دمګړۍ په دغې کارخونې کې د ورځې د الو وېرا لس ټنه پاڼې پروسس کېږي.
د الو وېرا پاڼې د هرات له بزګرو پلورل کېږي او د پروسس لپاره نوموړې کارخونې ته لېږدول کېږي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې دمګړۍ د هېواد په پنځو ولایتونو کې د الو وېرا کښت دود شوی او ټاکل شوې د روان کال په لړ کې په پنځلسو نورو ولایتونو کې هم دغه کښت دود شي.
د کرنې او اوبو لګولو وزیر نصیر احمد درانی وايي:«د الو وېرا پاڼې په لمنځونکو توکو او طبي مایعاتو کې استفاده کېدې. اوس له دغه بوټي په څښاکو کې هم کار اخیستل کېږي.»
د هرات د کرنې او اوبو لګولو ریاست چارواکي وايي د الو وېرا پاڼې په درملو او روغتیايي لوازمو کې هم استفاده کېږي او دا بوټۍ د پلور مناسب بازار لري.
هېواد کې د لومړي ځل لپاره، د الو وېرا کښت هرات کې پیل شو. د هرات د کرنې او اوبو لګولو ریاست چارواکي وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د ډېرې ګټې له امله ډېریو بزګرو د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده.