دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۲
د مطلب کود : 190478
پاکستان ولسمشر: هند هر ډول تیرۍ ته به ځواب ورکړو
پاکستان ولسمشر خبرداري ورکړی دی چی که هند هیواد ته یی کوم جګړه تحمیل کړي، پاکستان به هم مقابل ځواب ورکړی.

د ایندیا تودی ورځپاڼي په اساس، عارف علوی د پاکستان ولسمشر هند ته په خپل اظهاراتو کې خبرداري ورکړی دی: پاکستان هند هر ډول تیرۍ اقدام پّ وړاندی ځواب به ورکړی او داسی اقدامات به ډیر خطرناک پایلي د سیمی لپاره ولری.
پاکستان ولسمشر په ادامه کې په سخته توګه د نارندرا مودی دولت څخه نیوکه کړي او ویلی دی: مودی دولت د یو هیتلری ذهنیت اغیز لاندی دی او هند هسته ای ګواښ ډیر خطرناک دی او کولای شی چی ډير جدی تبعات ولری.
علوی داته په اشاره سره چی هند او پاکستان دواړه هسته ای قدرتونه حسابیږی د بین المللی ټولنې څخه وغوښته چی د هند دفاع وزیر راجنات سینګ اخیرو غیری مسئولانه خبرو ته غبرګون وښیی.
همدارنګه هغه وویل چی هند دولت اخیر تصمیم د جمو او کشمیر په اړه ناسمه دی او هند هیڅ حق نه لری چی دا سیمی وضعیت تغیر په اړه تصمیم ونیسی.
هغه ټینګار وکړ: هند د سازمان ملل ټول قطعنامه کشمیر اړوند نقض کړی دی.
علوی زیاته کړه چی د کشمیر خلګ خپل برخلیک په اړه تصمیم حق لری او د هند او دولتی تروریسم تیری مخه باید ونیول شی.
 
https://avapress.com/vdcef78zvjh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته