دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۰۰
د مطلب کود : 190480
طالبانو افغانستان کې موقت حکومت جوړیدو خبر رد کړي
قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ، د الجزېرې ټلويزيون هغه راپور رد کړی چې پر بنسټ یې، په افغانستان کې د موقت حکومت, د جوړيدو خبر ور کړل شوی و.

 ښاغلي شاهين په دې اړه په يو ه ټويټ کې ویلي:” کوم خبر چې د موقت حکومت د هوکړې په هکله په رسنیو کې خپریږي ، حقیقت نلري”.
دا  په داسي حال کې دی چې، نن د الجزیرې ټلویزیون داسي یو راپور خپور کړ چې ګواکي امریکایانو او طالبانو په افغانستان کې د ۱۴ میاشتنې موقت حکومت په جوړولو هوکړه کړې ده.
https://avapress.com/vdch6vnzv23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته