دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 190484
بلخ کې د افغان ځواکونو د هوایي برید په پایله کې ۱۵ طالب وسله وال وژل شوي
د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، د افغان هوایي ځواکونو د عملیاتو پرمهال د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بلخ د افغانستان په شمال کې هغه پروت ولایت دی چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو له لوري یې ځینې ولسوالۍ تر تهاجمي بریدونو لاندې راغلې دي.
د ځایي چارواکو له قوله د دې ولایت پنځه ولسوالۍ دا مهال تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي خو په یادو ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو د دښمن د ځپلو په موخه عملیات پکې پیل کړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwgb8arhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته